دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 125285
مجاهدین یوازی پریښودل؛ ناجایزه کار د خلکو او هیواد ته
د کمونیستی دولت د شکست په یو مناسبت کی اود مجاهدینو راتلل و هرات ښار ته د حمل پر ۲۹ د ۱۳۷۱ لمریز کال کی، یو لویه غونډه د عالمانو او جهادی رهبرانو او نور مسؤولینو په ګډون کی په هرات ولایت کی جوړ سوی ؤو.
په دغه محفل کی محمد اسماعیل؛ یو جهادی قومندان، د مجاهدینو څخه د افغانستان د ناجیانو په نامه یاد کړل او وویل: د ملی وحدت مشران او رهبران باید د امنیت د تامینولو دپاره د مجاهدینو څخه مشورت واخلی. د روسانو په وخت کی د ازادی د احساسول په خاطر مو قیام وکی او د هیڅ چا سره مو اجازه نه ؤو اخیستی په اوسنی حالات هم د قران کریم په دستور باندی که لازمه سی قیام کوو.
مجاهدین د هیواد په ټولو علاقو کی مبارزی ته تیار دی او د یاغیانو او یرغلګرو او طالبان اومتجاوزین په مقابل کی مبارزه کوو. هرات د ټولو خلکو کور دی که شیعه او که سنی، مونږ ټول یو مټه ملت یو اود خلکو څخه غوارو چی په صبر او استقامت کی کښینی او خپلی ورځنی کارونو پیل کړی او هیڅ کله نګرانه ونه لری.
انحصار طلبی په هر قسم اوشکل چی دی نا پسنده او ناجایزه دی؛ علی الخصوص کله چی یوسیاسی موضوع سره یو ځای دی اود قدرت او حاکمیت پرخلکو او هیواد پښه په مابینه راځی . ډیر نورماله دی کله چی پریو هیواد کی بهرنیانو او یرغلګرو هجوم راولی ټوله ولس او ملت د خپلی خاوره اوناموس د دفاع دپاره پورته کیږی او د متجاوزینو په مقابل کی ځیکر پورته کوی،ټول توقع لری چی د کامیابی پر دښمن باندی کله چی حکومت د انقلابیون اوقیام کوونکی په لاس ورغلی ټوله احزاب او ګروپونه چی په یوقسم د کامیابی دپاره قیام کړی وو په یو قسمه په هیواد او قدرت او دولت کی ګدون ولری.
اوس داسی تصور وکو چی که په داسی شرایطو کی یو حزب یا یو خاصه ډلی بی له پشتوانه د قدرت او حکومت دپاره یوانحصاری تصمیم ونیسی دهیواد ټوله مشکلات او ستونزی د هغه ځای څخه شروع کیږی داسی کار چی په اوسنی لسیزه کی څو ګښته په افغانستان کی تکرار سوی دی او د هیواد ولس یی د ډول ډول ستونزی او بحرانونو سره مخامخ کړی دی.
یو معلومداره د قدرت انحصار کول په حکومت کی په ۱۳۷۱ پیښه سوی وو، کله چی د مهاجدین نهضت په افغانستان کی کامیابه سو. په ۱۳۷۱ کی پس له څوارلس کال جهاد دبخوانی شوروی پر ضد بالاخره مجاهدین کامیابه سو، د اکثر ولس انتظار دا وو چی ټول مشران او د مجاهدینو رهبران په درایت او زره سوځی کی ګرده سره ټوله سی او دخپلی هیواد او ولس دپاره یو واحد او اسلامی دولت جوره کی.
منګر حقه شی چی پیښه سوه ، د افغانستان ولس په خلافه توقع کی ؤو، کله چی موقته دولت جوره سوه دوی ولیدل چی ټول مشران او دولتی عنوانونه دوی دخپلی همسنګرونه سره ویش کړی وو او اصلی او کلیدی پستونه یی د خپلی همټیمیانو سره ویشلی دی او یو منعه د نورو خلکو دپاره جوره کړی دی.
دغه اوضاع او حالات څرنګه چی معلومیدی د دولت رقیبونه او هغه کسان چی د مجاهدینو سره یو ځای د روسیه پر ضد باندی جنګونه یی کوله او دغه کامیابی د دوی د جهاد اومبارزګانی د نتیجی څخه هم وو او د دوی دپاره ډیر مشکل وو چی قبوله کړی نو ځکه دوی د کابل نوی دولت په مقابل کی موضع ګیری وکی.
کولای سو چی ووایو چی د هیواد ستونزی هم د هغه وخت راهیستی دی پس له هغه چی په ۱۳۷۱ لمریز کال کی مجاهدین پیروزه سو او دغه انګیزه او لویه عامل د دولت او حکومت د برخه اخیستلو دپاره جوره سوی دی؛ په دغه اختلاف چی د دغی دولت او حکومت د تقسیم کولو د غربیانو پښه هم خلاصه سوی دی او امریکاییان هم د دغی چانس څخه ګټه واخیستل او
خپلی نفرات یی د افغانستان په حکومتی ځایونه وګومارل او په داسی چم د ۱۴ کال د افغانستان د جهاد او مبارزګانی یی د خپل ځان په ګټه مصادره وکی.
د جهادی مختلف ګروپونه اختلافونه له یوخوا او له بلی خواد غربی او امریکا دخالتونه د مجاهدینو دولت یی ضعیف وکی اود پاکستان دولت هم د دغو ستونزی څخه ګته واخیستل او یو کودتا د طالبانو په نامه یی جوړه کړه. طالبان وظیفه درلود چی یوسکولار دولت په افغانستان کی جوره کی او داسی هم سو. کله چی طالبان هیواد ته راغلی مجاهدین او د دغی خاوری اصلی خاوندان دخپلی جهالت د لاسه ورځ په ورځ د دولت څخه فاصله ونیول او لیری سو.
دغه روند د مجاهدینو مشران او هغه کسان چی د حاکمیت اوو قدرت مدعیان ؤو ډیر سخت تمام سو او دوی هم کله کله یو لفظی واکنشونه اجرا کوی او یوڅه وایی.
د حقیقت څخه که تیر و نه سو ځینی پیشنهادونه چی د مجاهدینو مشران لکه اسماعیل خان او استادسیاف اونور چی وایی حکومت د دوی څخه مشوره واخلی او کله نا کله دا هم تکراروی چی دولت د هیواد د دفاع دپاره د وسله واله مخالفینو پر شد باندی د مجاهدینو څخه استفاده وکی بیجا توقع هم نه دی او ډیر به ښه معلومیږی. که د اوسنی حکومت د خپلی لویه امنیتی پروګرامونه پراخه لاس ولری اود امریکایی مشاوران د دوی منع نه وای کړی د دوی د پیشنهاد په قبولی کی یو لویه تحول د افغانستان دښمنانو د نبرد په صحنه کی جوریږی او مونږ به شاهدان یو.
داسی معلومیږی چی لازمه او ضروری دی چی د ملی وحدت حکومت دولتی مشران، يو څه د هیواد د اداره کولو شترینګ په لاس کی ونیسی او تر دغه لا زیادتر د بهرنی اوخارجی مرستیالانوته غوږ و نه نیسی او اجازه ورنکی چی د افغانستان هیواد او میلت پر خلافه مشوره ورکی او کله نا کله زمونږ پر دولتیانو باندی فشار راولی .
حقیقت دادی چی د جهادی مشرانو د ځان څخه لیری کول او د دوی دفاعی اومبارزاتی طرحونه نه قبولول د ولسو اوهیواد د دفاع کولو په خاطر ډیر جفا د خلکو پر حق باندی دی او د دښمنانو جبهی دتقویه کولو او مرسته کولو د بهرنیانو دی اوبله معنی نه ورکوی .هیله ده چی د ملی وحدت مشران او حکوت دغه مهم خبری یی پوهه سی او ددغی ستونزی دپاره یو چاره اندیشه وکی.














https://avapress.net/vdcivwazwt1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته