د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هرات په یو سفر کې د دې ولایت له یو شمېر استادانو او د اقتصادي چارو له کارپوهانو سره په غونډه کې د توکیو د کنفرانس په هکله خبرې وکړې.
ښاغلي زاخیلوال وايي، چې د افغانستان په استازیتوب به دی په خپله له یوې قوي اقتصادي طرحې سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
د مالیې وزیر د توکیو کنفرانس د افغانستان لپاره مهم او ګټور بولي او وایي، چې دغه کنفرانس به د افغانستان لپاره ډیرې لاسته راوړنې ولري.
ټاکل شوې د توکیو کنفرانس د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د جاپان په ټوکیو ښار کې جوړ شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)