دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 297402
په لبنان دصهیونیسټ رژیم د پرون د حملو د شهیدانو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شو
د لبنان د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې اعلان وکړ چې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د پرونې په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۲۳ او د زخمیانو شمیر ۹۵ تنو ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د نن ورځې په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۲۳ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۵ تنو ته لوړ شوی دی.
 
په همدې حال کښې د اسرائیلو د رژیم د پوځ په شمال کښې قوماندان وویل: مونږ د حزب الله په خلاف د عملیاتو نوی پړاو ته داخل شوی یو او باید په لبنان کښې د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی ولرو.
 
له بلې خوا صهیونیسټي ورځپاڼې هارتز لیکلي: له دریو عربو هیوادونو څلویښت زره پوځیان د سوریې د ګولان سیمې ته د حزب الله د ملاتړ او له اسرائیلي پوځیانو سره په احتمالي جګړه کښې د ګډون لپاره داخل شوي دي.
 
د صهیونیسټ رژیم د حملو په غبرګون کښې د لبنان د پارلیمان مشر نبیح بری وویل: مونږ د اسرائیلو د کړکیچ د ختمولو لپاره د نړیوالو په ملګرتیا سره جدی هلې ځلې کوو.
 
هغه زیاته کړه: راتلونکي ۲۴ ساعته سیاسي حل لارې ته د رسیدو د هڅو د بریالیتوب یا ناکامۍ په برخه کې خورا پرېکنده دي.
https://avapress.net/vdcjyae88uqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته