دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 297424
د هرات حوزوي روغتون په ۹ نويو ماشينونو سمبال دي
هرات ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر د سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له خوا مرسته شوي نهه ډایلیز ماشینونه د هرات حوزوي روغتون ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د متحده عربی اماراتو له خوا مرسته شوی د ډایلیسس ماشینونه د نورو چارواکو په شتون کې د هرات حوزوی روغتون ته وسپارل .
 
ښاغلي خیرخواه د بغلان، غور او هرات سیلاب ځپلو ته د کورونو جوړولو په برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکارۍ مننه وکړه.
 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير وويل چې اسلامي امارت هم په افغانستان کې دخپلو پروژو دتطبيق په لاره کې هراړخيزه همکاري او هلې ځلې کړي دي .
 
له بلې خوا د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجر د هېواد له همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د دغو وسایلو په مرسته به د ولسوالۍ په روغتون کې د ناروغانو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې شي.
 
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر غلام محمد حنيفي وايي چې دوى د ولسوالۍ په روغتون کې د ډايلاسز په څانګه کې د کافي وسايلو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
د هرات د عامې روغتيا مرستيال هم څرګنده کړه، چې هره ورځ درې کسان کولاى شي د ډياليسس ماشين وکاروي.
 
د هرات د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد برات وويل، چې په روغتون کې له اوو ماشينونو څخه هره مياشت ٥٠٠ تنه ډياليسس کوي، چې د نويو ماشينونو په فعالېدو سره به يې شمېر ٨٠٠ ته لوړ شي.
 
د هرات حوزوي روغتون د هېواد په لوېديځ کې يو له سترو روغتيايي مرکزونو څخه دى، چې له ګاونډيو ولايتونو څخه هم ورته ډېر ناروغان د درملنې لپاره راځي.
https://avapress.net/vdcdx50xoyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته