دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 298735
لسګونه تاریخي سکې تر کشف وروسته د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شوې
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت امنيه قومندانۍ ۱۱۰ تاريخي سکې دغه رياست ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیسو له خوا په شاه جوی ولسوالۍ کې تاریخي سکې کشف شوې دي.
ټاکل شوې دغه سکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهانو له خوا د څېړنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د بېلابېلو امپراتوريو د شتون له امله ډېر تاريخي او لرغوني اثار لري.
https://avapress.net/vdcjtoe8iuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته