کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لسګونه تاریخي سکې تر کشف وروسته د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شوې

25 میزان 1403 ساعت 19:56

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت امنيه قومندانۍ ۱۱۰ تاريخي سکې دغه رياست ته سپارلي دي.


آوا: د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیسو له خوا په شاه جوی ولسوالۍ کې تاریخي سکې کشف شوې دي.
ټاکل شوې دغه سکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهانو له خوا د څېړنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د بېلابېلو امپراتوريو د شتون له امله ډېر تاريخي او لرغوني اثار لري.


د مطلب کود: 298735

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298735/لسګونه-تاریخي-سکې-تر-کشف-وروسته-د-زابل-اطلاعاتو-او-کلتور-ریاست-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net