افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د لومړنیو شمېرو له مخې ۲۰ تنه وژل شوي، ۳۰ تنه نور ټپیان شوي او څلور نور لادرکه دي.
د دوی په خبره، په خوښۍ لوګر ولسوالۍ کې د سېلاب له امله له درې زرو ډېر کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي، زرګونه څاروي له منځه تللي او زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره له زیانمنو شویو خلکو سره د غمشریکۍ په ترڅ کې د سیلاب ځپلو کورنیو ته د بیړنۍ پاملرنې غوښتنه کړې.
مجاهد زیاته کړه، د خواخوږۍ او نورو لپاره د هیلو پیغام کافي نه دی، هغه څه چې د افغانستان ځورېدلي ولس ته نجات ورکولی شي، موثر حکومت، سم مدیریت او پلان جوړونه ده.
په تېره بيا په لوګر ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کچه ډېره لوړه او د ښځو او ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
د خوښۍ ولسوالۍ خلکو د افغانستان د نورو ولایتونو له اوسېدونکو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
که څه هم له پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي سیلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو د رسېدو خبر ورکوي؛ خو بې کوره خلک د دې دولتي ادارې له مرستو ډېر راضي نه دي او د هغې کړنې کافي نه ګڼي.