په لوګر، ميدان وردګو، نورستان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
سېلابونو په يو شمېر ولايتونو کې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي
31 اسد 1401 ساعت 11:02
په لوګر، ميدان وردګو، نورستان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
آوا - کابل: د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د لومړنیو شمېرو له مخې ۲۰ تنه وژل شوي، ۳۰ تنه نور ټپیان شوي او څلور نور لادرکه دي.
د دوی په خبره، په خوښۍ لوګر ولسوالۍ کې د سېلاب له امله له درې زرو ډېر کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي، زرګونه څاروي له منځه تللي او زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې ویډیو په خپرولو سره له زیانمنو شویو خلکو سره د غمشریکۍ په ترڅ کې د سیلاب ځپلو کورنیو ته د بیړنۍ پاملرنې غوښتنه کړې.
مجاهد زیاته کړه، د خواخوږۍ او نورو لپاره د هیلو پیغام کافي نه دی، هغه څه چې د افغانستان ځورېدلي ولس ته نجات ورکولی شي، موثر حکومت، سم مدیریت او پلان جوړونه ده.
په تېره بيا په لوګر ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کچه ډېره لوړه او د ښځو او ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
د خوښۍ ولسوالۍ خلکو د افغانستان د نورو ولایتونو له اوسېدونکو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
که څه هم له پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي سیلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو د رسېدو خبر ورکوي؛ خو بې کوره خلک د دې دولتي ادارې له مرستو ډېر راضي نه دي او د هغې کړنې کافي نه ګڼي.
د مطلب کود: 257449