د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چي د میوند د سقوط لپاره راغلي اوه پنځوس وسله وال طالبان يې مخامخ جګړې او هوايي بریدونو کي وژلي دي.
جنرال عبدالرازق وايي، چي وسله وال د میوند ولسوالۍ د سقوط پلان څو ورځي مخکي جوړ کړی و، خو هغه ته يې له وړاندي خبر رسېدلی و.
دده په خبره د میوند د سقوط لپاره د هلمند له وسله والو مرسته غوښتل شوې وه او له هغه ځایه زیات مرستندویه جنیګالي ورته راغلي وه
رازق ویلي چي وسله والو تېره شپه لس بجې پر یوه وخت د میوند په کلاښامیر او سره بغل سیمو کي پر امنیتي پوستو حملې وکړې، خو له وړاندي د نیولو شويو امنيتي تدابیرو ترڅنګ په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کي اوه پنځوس وسله وال ووژل شول او شپاړس نور يې ټپیان شول.
دده په وینا، چي د جګړې پر مهال د وسله والو اووه موټر هم تخریب شوي او د وژل سویو جسدونه يې په سیمه کي پراته دي.
جنرال عبدالرازق وايي، چي د حملې پر مهال څلور پولیس هم وژل سوي او یولس نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو په تیرو څو اونیو کې پر په یو شمیر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)