تاند- د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پاکستان پرضد د یوې مظاهرې په ترڅ کې په ډزو لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.
چارواکي وايي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفان ول او وروسته له دې وویشتل شول چې غوښتل یې د میوند د ولسوال پر دفتر برید وکړي. د دوی په ادعا مظاهره چیانو تر دې مخکې د کابل- هرات لویه لار بنده کړې وه، موټرونو ته یې اور ورته کاوه او درې موټرچلوونکي یې وژلي دي.
د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د میوند ولسوالۍ د مظاهرې په ترڅ کې یې یو ځانمرګی له دېرشو مشکوکو کسانو سره نیولي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتنر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ميوند ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو په ګوشته کې، پر افغان خاوره د پاکستانيو پوځيانو د بريدونوپه غبرګون کې لاريوون کړى و چې په منځ کي يې وسلوال خلک، چي د افغان ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول، ورګډ سول او له هماغه ځايه يې پر افغان ځواکونو چې د مظاهرې د نظم لپاره موجود ول ډزې کړي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: دغو وسلوالو کسانو د افغان ځواکونو ترڅنګ پر لاريون کوونکو او د کندهار-هرات د لویې لارې پر موټرچلوونکو هم د خپلو وسلې خولې ورګرځولي دي چي په نتيجه کې يې درې تنه موټرچلوونکي وژل سوي دي.
د کندهار ولایت چارواکي همداراز وايي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو اته تنه وسلوال وژل شوي، ١٠ تنه زخميان دي او دېرش تنه نور مشکوک کسان نيول شوي دي چي اکثره يې د وسلوالو طالبانو د مختلفو ګروپونو غړي دي.
د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په نيول شویو کسانو کې اکثره د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي او داسي معلوميږي چې د کوم ټاکلي هدف لپاره له نورو سيمو او حتى د ډويرنډ کرښې له هاخوا را لېږل شوي وي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)