تاند- امریکا د منځنۍ اسیا د هیوادونو دا اندېښنه رد کړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې د خپلو هیوادونو د امنیت په برخه کې لري.
د منځنۍ اسیا اکثره هیوادونه وېره لري چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل نو افغانستان به یو وار بیا په ګډوډۍ سر شي او ترهګر به د دغه هیواد له ګډوډۍ څخه په استفادې منځنۍ اسیا بې ثباته کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رابرت بلېک د سې شنبې په ورځ د ترکمنستان د سفر په ترڅ کې وویل: د امریکا متحد ایالتونه به د ځواکونو د ایستلو په برخه کې مسوولانه چلن وکړي څو هغه امنیتي بریاوې ضایع نه شي چې په وروستیو کلونو کې ترلاسه شوي دي.
ده همداراز وویل: امریکايي پوځیان به له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې تمرکز وکړي او تروریستي ضد ماموریت ته به دوام ورکړي.
ښاغلي بلېک د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د اقتصاد له جوړولو سره مرسته وکړي. ده ترکمنستان په دې وستایه چې افغانستان ته یې برېښنا ورکړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)