دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 298566
د کجکي بند د پروژې د ملاتړ لپاره د درې اړخیز تړون لاسلیک شو
د برښنا شرکت مشر اعلان وکړ، چې د دغې پروژې د ملاتړ په موخه د هېواد د مرکزي بانک او د کجکي برېښنا تولید شرکت تر منځ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برښنا ریاست مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه هوکړه لیک له مخې د افغانستان ملي بانک منلې، چې د کجکي د برېښنا د تولید شرکت د غوښتنې پر بنسټ به د کجکي بند له پروژې ملاتړ وکړي. دولس ملیونه ډالر د پیرود او پلور په بڼه
د افغانستان ملي بانک پرېکړه کړې چې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه دغه پیسې د کجکي برېښنا تولید شرکت ته د پېر او پلور په برخه کې ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د کجکي بند په هېواد کې د برېښنا له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي.
https://avapress.net/vdcb0wb50rhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته