کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کجکي بند د پروژې د ملاتړ لپاره د درې اړخیز تړون لاسلیک شو

23 میزان 1403 ساعت 15:10

د برښنا شرکت مشر اعلان وکړ، چې د دغې پروژې د ملاتړ په موخه د هېواد د مرکزي بانک او د کجکي برېښنا تولید شرکت تر منځ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.


آوا - کابل: د برښنا ریاست مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه هوکړه لیک له مخې د افغانستان ملي بانک منلې، چې د کجکي د برېښنا د تولید شرکت د غوښتنې پر بنسټ به د کجکي بند له پروژې ملاتړ وکړي. دولس ملیونه ډالر د پیرود او پلور په بڼه
د افغانستان ملي بانک پرېکړه کړې چې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه دغه پیسې د کجکي برېښنا تولید شرکت ته د پېر او پلور په برخه کې ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د کجکي بند په هېواد کې د برېښنا له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 298566

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298566/د-کجکي-بند-پروژې-ملاتړ-لپاره-درې-اړخیز-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.net