دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۱۷
د مطلب کود : 298580
ترکي شرکتونه لېواله دي چې د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د درېیو ترکي شرکتونو استازو په هېواد کې د سرو زرو او مسو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست هدایت الله بدري د ترکیې د کانونو د استخراج د درېیو شرکتونو له استازو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د "ډیکس، اوبي او بلوټ" شرکتونو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه شرکتونه ۲۵ کلنه تجربه لري او چمتو دي چې د سیډ، سرو زرو او مسو په کانونو کې پانګونه وکړي. 
دوی ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د وزارت د انجنیرانو د روزنې او د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخو کې پلانونه جوړ کړي.
د کانونو سرپرست وزیر د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی لېوالتیا وستایله او ژمنه یې وکړه چې د کانونو د قانون له مخې به ورسره همکاري وکړي.
ترکي پانګوالو له دې مخکې ویلي وو چې د هېواد په کانونو کې پانګونې ته چمتو دي.
https://avapress.net/vdch66niv23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته