دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 298546
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د سرپناه جوړول
د بلخ د والي وياند له راستنېدونکو هېوادوالو سره د حکومت د جدي مرستو په اړه وويل: د دغه ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د څلوېښتو راستنو شويو کورنيو لپاره سرپناه جوړه شوې او د هرې سرپناه بيه دوه زره ډالره کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د والي ویاند عطاء الله زید نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راستنو شویو هیوادوالو لپاره د سرپناه ځایونه جوړ شوي او تر ۸۰ سلنې زیات کار بشپړ شوی دی.
 
هغه زیاته کړه، "څلور سرپناه د ۸۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شوي، چې هر یو یې دوه زره ډالره لګښت لري، چې راستنېدونکو کډوالو ته به ورکړل شي."
 
زید وویل چې د اسلامي امارت مسوولین په هره کچه په ځانګړې توګه له راستنیدونکو هیوادوالو سره د مرستې په موخه دې حقیقت ته پام کوي چې دغه کورنۍ له سختو شرایطو سره مخ نه شي.
 
هغه وويل، د راستنېدونکو هېوادوالو د ملاتړ پروسه په ښه توګه پرمخ ځي او په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې دغه راستانه شوي کډوال په بلخ ولایت او خپلو پلرنیو سیمو کې میشت دي او د اسلامي امارت حکومت هڅه کوي چې دغو کورنیو ته خدمات وړاندې کړي.
https://avapress.net/vdcjxoe8muqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته