دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 298532
یوناما په افغانستان کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د لا زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي زیانمن شوي او له نړیوالې ټولنې یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
په هغه پیغام کې چې په X کې د ناورین د خطر کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، دغه دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې په هېواد کې د طبيعي پېښو قربانيانو ته زياته پاملرنه وکړي.
یوناما په یوه بیان کې ویلي، "په ټول افغانستان کې ټولنې د طبیعي پیښو او د اقلیم د بدلون له امله د پرله پسې ناورینونو له امله د درنو زیانونو سره مخ کیږي."
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې یوناما اعلان وکړ چې په هرات کې د "وژونکې" زلزلې یو کال وروسته لا هم د زلزلې یو زیات شمیر قربانیان بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.net/vdcexv8wwjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته