دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 297775
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلي رژیم وروستي وحشیانه بریدونه په کلکه غندلي دي
د اسلامی امارت دبهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د اسرائیلو د رژیم وروستی وحشیانه بریدونه چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون په سلګونو کسان شهیدان شول په کلکه غندي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دوی په "لبنان، فلسطین، سوریه او یمن" کې د اسراییلي رژیم بریدونه په کلکو ټکو غندي او په لبنان او غزه کې د خلکو د خوندیتوب د تامینولو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې "په غزه کې د نسل وژنې په اړه د وخت او جدي غبرګون نشتوالی" د اسراییل رژیم "د ټولې سیمې امنیت ته جدي ګواښ" لامل شوی.
 
په لبنان باندې د اسرائيلو له وروستيو بريدونو وروسته په بيروت او د دغه هېواد په نورو سيمو کښې د حزب الله د عمومي منشي سيد حسن نصرالله او په سلګونو لبناني ولسي وګړي ووژل شول او دغه هېواد ته يې زيات زيانونه واړول. له دغو وحشیانه بریدونو وروسته اسرائیلي رژیم د ځمکني جګړې د پیلولو او د لبنان خاورې ته د ننوتو په لټه کې دی، چې تر اوسه ناکامه شوی دی.
 
تر دې مخکې د میزان په ۳مه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لبنان په مختلفو سیمو باندې د اسرائیلي رژیم وروستي وحشیانه بریدونه چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي، په کلکه غندلي دي. 
 
په بیانیه کښې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوی چې په لبنان او فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د مخنیوی او د ملکیانو د امنیت د تامین لپاره بیړنی او مسولانه اقدام وکړی.
https://avapress.net/vdccmmqip2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته