دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۵۶
د مطلب کود : 297786
په تل ابیب کې په ځانمرګو بریدونو کې ۸ صهیونیسټان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي
صهیونیسټی خبری سرچینو په تل ابیب کښې په حملو او ډزو کښې د ۸ صهیونیسټانو د وژل کیدو او د ۱۷ نورو د ژوبل کیدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم ټلویزیون ۱۲ چینل په تل ابیب کښې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ژوبل شوی دی.
 
ځینو خبري سرچینو هم د ۸ صهیونیسټانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
 
د دغه رپوټ له مخې د ډزو عامل دوه ځوانان وو چې د ماشيندارو په ډزو سره ووژل شول او د يو شمېر ټپيانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
 
اسرائیلي پولیسو د دوو بریدګرو د وژلو ادعا کړې ده.
 
ددي پېښي نور جزيات او لامل تر اوسه پوري معلوم نه دى او تر اوسه کوم لوري ددي بريد مسوليت پر غاړه نه دى اخيستى.
https://avapress.net/vdcevf8wpjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته