افغان غږ خبری آژانس: د غزې د جګړې د ۲۵۳مې ورځې په سهار، صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په مختلفو سیمو په بمباریو سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکړ.
فلسطیني رسنیو خبر ورکړی دی چې نن سهار د غزې په ختیځ کښې د الشجاعیه او الطفه په دوو سیمو کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو کښې د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۹ فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
نیواکګرو همداراز د النصرات کمپ په شمال کې په المغرافه سیمه کې د استوګنې ودانۍ بمبارې کړې او په جنوب کې یې د اسرائیلو توپخانې د رفح ښار لویدیځې سیمې په نښه کړې.