افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال له پیله تر اوسه یې کوچني او لوی قراردادونه لاسلیک کړي، چې حجم یې یو میلیارد افغانیو ته رسېږي.
د دوی په وینا د کانونو ټول قراردادونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، چې د کانونو په برخه کې د پراخو پانګونو د جلبولو هڅې دوام لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل:«په وړه کچه د دې ټولو پانګونو ټولیز ارزښت ۵۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي. دغه راز په ١٤٠٣ کال کې د کانونو او پټروليم وزارت دوه لويې قراردادونه کړي، چې يو يې په کابل کې د جګدلک د روبي کان او دغه راز په هرات کې د باريت کان.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته او په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا ډېره شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي وويل: په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي او کارونه يې هم ښه روان دي. ماین ډیر بهر ته ځي. زموږ د ۲ میلیارد صادراتو څخه، ډیری یې منرالونه دي، کوم چې نادر معدنونه ندي، مګر نیم قیمتي منرالونه دي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه: "خو په ټولیزه توګه د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لېوالتیا شته چې د کرنې، تولید، کانونو او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي."
له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې که اسلامي امارت د خصوصي پانګوالو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي، نو په هېواد کې به کورنۍ او بهرنۍ پانګونه پراخه شي او د دولتي عوایدو په زیاتوالي سره به په زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.