افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر او د افغانستان د حج د ماموریت عمومي رئیس ډاکټر نورمحمد ثاقب د حج وزارت په رسمي بلنه. د سعودي عربستان د عمرې او حج په ۴۸م نړیوال کنفرانس کې چې په مکه مکرمه کې جوړ شوی، ګډون وکړ.
د حج او اوقافو وزارت له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه كنفرانس د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيع په وينا سره پيل شو.
دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزيرانو، مخورو او د اسلامي نړۍ د مشهورو شخصيتونو په شتون سره د مکې په ښار کې جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې چې د حج د مناسکو په اړه جوړ شوی و، کارپوهانو د حج د مناسکو د ترسره کولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو د نظریاتو، مشورو او هڅو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اسلامي هېوادونو د حاجیانو لپاره د فرصتونو، مناسب چاپېریال او لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول یو له هغو نورو مسایلو څخه وو چې په دې کنفرانس کې مطرح شول.