افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ کمیشنر مولوی احمد وایی، پاکستان له تېرو دوو ورځو راهیسې هغو افغانانو ته چې کاغذی تذکرې لری، د تګ اجازه نه ده ورکړې.
مولوي احمد زیاته کړه چې افغانان یوازې د الکترونیکي تذکرې له لارې پاکستان ته تګ راتګ کولای شي.
د کمیشنر سپین بولدک په وینا، د پاکستان دې پرېکړې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ناقانونه افغان کډوالو په ډله ييزه توګه د نيولو او اخراج لړۍ پيل کړې او تر دې دمه زرګونه کسان له هېواده شړل شوي دي.