افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: څو ساعته مخکې په یوه هوټل کې چې پاکستاني اتباع په کې میشت وو، د اور لګیدنې یوه بدمرغه پیښه رامنځ ته شوه چې له امله یې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دفتر هم یو ساعت مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه هېواد د اتو اتباعو د وژل کېدو او د یو شمېر نورو پاکستانیو حاجیانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
په جده کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت هڅه کوي چې د قربانیانو د وضعیت په اړه له ځايي چارواکو سره تماس ونیسي.