افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران زید وایي، چې دغه عملیات د جمعې په ورځ (حمل ۱۸) د معلمینو د هستوګنې په سیمه کې ترسره شوي دي.
د زید په خبره، په دې عملیاتو کې د داعش یو غړی وژل شوی، درې ښځې او اوه ماشومان چې د وژل شوي کس د کورنۍ غړي دي، نیول شوي دي.
زید زیاته کړه چې نیول شوي کسان یوازې له هرات ولایت څخه پروان ته راغلي وو.
د اسلامي امارت ځايي چارواکو د وژل شوي کس د هویت او د هغه د کورنۍ د غړو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
باید وویل شي، چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د داعش ډلې پر ضد عملیات کړي دي. څه موده وړاندې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی چې د بلخ ولایت د پخواني والي داوود مزمل په ژوند او د
افغان غږ خبری آژانس خبري آژانس په دفتر او د تبیان په مرکز باندې په برید کې لاس درلود ونیول شو.