افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې د هېواد په ۶ ولایتونو کې له ۱۱۵ جریبه زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه، د شیګل او چپه کنړ په ولسوالیو کې ۳۰ جریبه، د زابل په شهر صفا، اټغر او شینکۍ ولسوالیو کې ۲۰ جریبه او ۱۵ جریبه ځمکه د الینګار ولسوالۍ، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او د فاریاب په چهلګزي ولسوالۍ کې ۴۰۰ متره مربع ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د فاریاب ولایت په خانجان بغلان او ګرزیوان ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې پاکې کړې دي.
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مسوولينو له خوا د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
په افغانستان کې د کوکنارو د اړولو کمپاین په داسې حال کې پیلیږي چې د اسلامي امارت مشر په افغانستان کې د مخدره موادو په کښت، تولید او قاچاق بندیز ولګاوه.
بايد يادونه وشي چې د تېر حکومت پر مهال د نړۍ تر ټولو ډېر نشه يي توکي په افغانستان کې توليدېدل. خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې تولیدات کم شوي دي.