امنیتي سرچینې وایي قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو راهیسې ۶۰ تنه افغان امنیتي سرتیري د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په دې موده کې چې یوه اونۍ کيږي، ۷۵ نور سرتیري په دغو پيښو کې ټپيان شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي چې د بین الافغاني خبرو له پیلیدو وروسته د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.
سرچینې وایي په دغو نښتو کې نږدې ۲۰۰ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
همدا تیره شپه طالبانو د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و.