د پاکستان لومړي وزیر افغان کډوالو ته دغه ټویټ په “پښتو” کړی دی هغه په دې ټویټ کې دا هم ویلي چې له دې وروسته افغان کډوال د ژوند په نورو چارو کې هم “باقاعده” برخه اخیستلی شي.
عمران خان خان په دغو ټویټ کې زیاتوي چې، په بانکونو کې د حسابونو پرانیستل او د ژوند په نورو چارو کې په باقاعده توګه ونډه اخیستل هغه څه وو چې مخکې لا باید تر سره شوي وای.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ شاوخوا اته میلیونه افغانان بې ځایه دي. له دغې ډلې نه یې شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا ١،٣ میلیونه یې ثبت او راجستر دي.
همدغه راز درې میلیونه نور افغانان په ایران کې ژوند کوي چې یو میلیون یې ثبت او راجستر شوي دي. خو د رپوټونو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط هم ښه نه دي.