پکتیا والي شمیم خان کټوازي د وږي په ۲۱مه، په ګردېز ښار کې د برښنا شبکې د لین غځولو چارو څخه د لیدنې پرمهال ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان برښنا شرکت سره د ترسره شوي قرارداد له مخې پهدې ولایت کې د ترکمنستان هېواد انتقالي برښنا په دوو پړاوونو کې ویشل کېږي:
- په لومړي پړاو کې د ګردېز ښار ۱۳ زره کورنیو ته.
په دوهم پړاو کې د ګردېز ښار د یو شمېر لېرې پرتو سیمو په ګډون د زرمت او احمد ابا ولسوالیو ۱۵ زره کورنیو ته ویشل کېږي.
د نیازي په خبره له یادې پروژې څخه به ۵ زره کورنیو ته برښنا ورکړل شي.
کابو شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د انتقالي برښنا سب سټېشن پرانېسته وکړه، خو د ګردېز ډیری ښاریان لا هم په کورونو کې له انتقالي برښنا بې برخې دي، تولیدي شرکتونه او کارخانې له حرارتي برښنا څخه کار اخلي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)