لاریونوالو په ډاګه کړه، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې د ملاتړ ترڅنګ د پښتونخوا قبایل او بلوڅان هم په بې رحمۍ وژني.
دوی وایي، پاکستان په افغانستان کې له جنګیدونکیو وسلوالو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته د خوندي پټنځایونو زمینه برابره کړې ده.
د خوست اوسیدونکی میرناګل تڼیوال پاکستان یو ترهګر هېواد وباله او وایي، چې دغه هېواد د افغانستان، مرکزي آسیا او نړۍ لپاره یو سرخوږی دی.
ثمین خان ځدراڼ نومي پاکستان هغه سرطاني دانه وګڼله، چې ټولې نړۍ ته یې د دهشت او وحشت هڅې پراخه شوې دي.
د لاریون په پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې پاکستان په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو تر شا لاس لري او د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه دې په تور نوملړ کې شامل شي.
لاریون کوونکیو دغه راز د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې له پښتنو او بلوڅانو سره د پاکستان حکومت بد چلند او په یوه او بل نوم د خلکو وژنه هم وغندله او د دیورند ها غاړې پښتانه یې افغانان وبلل او ملاتړ یې ترې څرګند کړ.
دغه لاریون په داسې حال کې تر سره کیږي، چې څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځیانو نن هم د کونړ ولایت پر غرنیو سیمو ۱۵۷ توغندي توغولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)