په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د داعش ضد عملیات د ۵۹ وسله والو په وژلو پای ته ورسېدل.
د صدای افغان خبری آژانس، چارواکي زیاتوی، چې دغه عمليات ،چې دثور مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه پيل شوي و په ترڅ کې يې د چپرهار ولسوالۍ ټول کلي د داعش او نورو وسله والو ډلو له شتون څخه پاک شول.
د چارواکو په وینا، د ترسره شويو عملياتو پر مهال د داعش ډلې د څو قوماندانانو په ګډون نهه پنځوس تنه داعش وسله وال وژل شوي ، نهه ديرش ټپيان شوي او درې تنه نيول شوي دي.
د عملياتو پر مهال يو شمير وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او يو اندازه چاوديدونکي توکي او ماينونه تر نيولو وروسته د څلورمې پلې لوا انجينرۍ ټيم له لوري خنثی شوي دي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې د عملياتو له لومړۍ کرښې ليدنه کوله د ګډو امنيتي ځواکونو لوړ مرال وستايه.
مسلم يار دغه راز په عملياتو کې شامل ګډ امنيتي ځواکونه په نغدي مکافاتو وستايل.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه ،چې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
سنګين دغه راز د يادې ولسوالۍ له هغه کورنيو ، چې له خپلو سيمو بې ځايه شوي غوښتنه وکړه ، چې بيرته خپلو مېنواوکليو ته ستانه شي.
دغه عمليات ،چې د څلورمې پلې لوا په مشرۍ ترسره شول پکې د ملي امنيت موظفينو سربيره ، ملي ، سرحدي ، عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو برخه لرله.