د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي په خوږیاڼیو کې ددغو ډلو د وسله والو ترمنځ نښته کې د سیدګلاب په نوم د داعش ډلمشر وژل شوی او شپږ کسان یې طالبانو نیولي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت هغه سيمې چې د داعش وسله والو په واک کې دي، د طالبانو سره په کې جګړې زیاتي شوي دي. د چارواکو په خبره دغه جګړو وروسته له هغه زور اخیستی، چې کله داعش وسله والو د ننګرهار ولایت هغو سيمو ته مخه کړه، چې د طالب وسله والو فعالیتونو کچه لوړه ده. اوس د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه د ننګرهار خوږیاڼیو ولسوالۍ ته هم وغځیده. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي په خوږیاڼیو کې ددغو ډلو د وسله والو ترمنځ نښته کې د سیدګلاب په نوم د داعش ډلمشر وژل شوی او شپږ کسان یې طالبانو نیولي دي. سرچينه : ټآټوبی