دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 297942
۴ صهیونیسټي پوځیان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول/ حزب الله اسرائیلي ځواکونه شاتګ ته اړ کړل
صهیونیسټي رژیم د لبنان له حزب الله سره د نن ورځې په نښتو کښې د خپلو څلورو پوځیانو د وژلو او د ۱۵ عسکرو د ټپي کیدو اعتراف وکړ. په عین حال کښې حزب الله اعلان وکړ چې د لبنان سویل ته د صهیونیسټی پوځیانو د ننوتلو په لاره کښې د څو بمونو له چاودنې وروسته صهیونیسټی ځواکونه د سرحدی کرښې په شاته شا ته اړ شول.
افغان غږ خبری آژانس: خبری سرچینو د لبنان په جنوبی سرحدونو کښې د حزب الله له جنګیالیو سره په نښته کښې د صهیونیسټ رژیم د څلورو پوځیانو د وژل کېدو او د ۱۵ نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړ.
 
له بلې خوا د صهيونېسټ رژيم د وژل شويو پوځيانو د لېږدولو لپاره د چورلکو انځورونه خپاره شوي دي.
 
حزب الله همداشان اعلان وکړ: مونږ دوه بمونه د اسرائیلي ځواکونو په لاره کښې وچول چې د لبنان په جنوب کښې یې نفوذ وکړ او د رژیم ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل.
 
دحزب الله په خبرپاڼه کې ویل شوي: مجاهدینو ددښمن دپلي عسکرو په هغه ډله چې غوښتل یې دمارون الراس ښارګوټي ته ننوځي، دوه بمونه وچاودل.
 
حزب الله زیاته کړه: د بمونو له چاودنې وروسته د صهیونیسټی پوځیانو دغه ډله د سرحدی کرښې په شا وتمبول شوه.
 
په همدې حال کې ځینو خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د لبنان په سرحد کښې په دوو جلا پیښو کښې څلور صهیونیسټان وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل شوی دی.
 
له بلې خوا حزب الله اعلان وکړ چې دحزب الله جنګیالیو توپخانې د مارون الراس مخې ته په نیول شوي سلحه (اویویم) کلي کې د صهیونیسټي پوځیانو غونډې په شا وتمبولې.
 
حزب الله نن سهار په خپله ۱۷ بیانیه کښې اعلان وکړ چې په «شمیره» کښې د صهیونیسټی پوځیانو غونډه یې د فلک توغندی په وسیله په نښه کړه.
 
دغه غورځنګ د خپلو اتلسمې عملیاتو په لړ کښې اعلان وکړ چې د اسلامی مقاومت جنګیالیو په الباسه کښې د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو په غونډه بمباری وکړه.
 
حزب الله په خپلو نولسم پرله پسې عملیاتو کښې اعلان وکړ چې په اوویم ښار کښې یې د صهیونیسټی پوځیانو غونډه په توغندی وویشتله.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ صهیونیسټ رژیم د خپلو ۸ پوځیانو د وژلو او ۷ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی و.
https://avapress.net/vdci5yarrt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته