دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 298077
د کونړ-نورستان لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د کونړ- نورستان مواصلاتي لار چې د باران او سېلابونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د انجينري ټيم له خوا د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کونړ-نورستان لاره چې د باران او سیلابونو له امله تړل شوې وه، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د انجینرۍ ټیم له خوا د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د دې قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان صبغت الله انصار وايي، د کونړ د چاچې ولسوالۍ په چناري سيمه کې د کونړ-نورستان مواصلاتي لار د باران او سېلابونو له امله تړل شوې وه، چې اوس د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
انصاري زیاتوي، چې د دغه سړک د اساسي پاکولو په اړه د دغه ولایت د فواید عامې له ریاست سره همغږي شوې او ټاکل شوې چې د اساسي پاکولو چارې یې ژر پیل شي.
https://avapress.net/vdciyvaryt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته