کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ-نورستان لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

15 میزان 1403 ساعت 15:25

د کونړ- نورستان مواصلاتي لار چې د باران او سېلابونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د انجينري ټيم له خوا د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.


آوا - کابل: د کونړ-نورستان لاره چې د باران او سیلابونو له امله تړل شوې وه، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د انجینرۍ ټیم له خوا د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د دې قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان صبغت الله انصار وايي، د کونړ د چاچې ولسوالۍ په چناري سيمه کې د کونړ-نورستان مواصلاتي لار د باران او سېلابونو له امله تړل شوې وه، چې اوس د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
انصاري زیاتوي، چې د دغه سړک د اساسي پاکولو په اړه د دغه ولایت د فواید عامې له ریاست سره همغږي شوې او ټاکل شوې چې د اساسي پاکولو چارې یې ژر پیل شي.


د مطلب کود: 298077

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298077/د-کونړ-نورستان-لاره-ترافیکو-پر-مخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net