دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۱
د مطلب کود : 148026
خلګ، د دولت او طالبانو د لوبی قربانیان

 

 

دولتی ځواکونه او طالبان په داسی حال کی چی د ولسوالیو نیولو او په حقیقت کی د پټانک لوبی باندی مصروفه دی؛ خو دلته څو تریخ حقیقونه شتون لری چی باید یادونه یی وسی.

لمړۍ حقیقت دادی چی ددی لوبو څه زموږ خلګو ته ډیره ضربه رسیږی او هم طالبان او هم دولتمردان په بی اعتنایی سره د هغه څخه تیریږی.

ډیر ځلی ثابت سوی دی چی د دولتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ کی که څه هم ددواړو لورو د تلفاتو په اړه هم ګزارشونه رسول کیږی او صحت هم لری؛ خو ډیر زیان په دی منځ کی، هغه خلګ وینی چی د جنګ په سیمه کی حضور لری او د ملکی پاته کیدو په اساس، هیڅ ډول نظامی تجهیزات هم نه لری او په حقیقت کی جنګ او ناحقه وینه تویونه پرهغوی باندی تحمیل کیږی.

د ولسوالیو تریخ جنګونو تجربه ثابت کړی دی چی ددی سیمو اوسیدونکی سربیره پردی چی په سیمه کی د جنګ څخه بیزاره دی، خو په عمل کی د طالبانو او دولتیانو ترمنځ جنګ قربانیان دی او د جنګ څخه ډیر زیان وینی؛ هغه هم هغه زیانونه چی د دولتیانو د بریالیتوب په صورت کی هم هیڅ ډول ښه راتلونکی یی نه په سترګو کیږی او هر وخت د جنګ په خلاصیدو سره، د بل سخت جنګ لپاره خپل ځان او کورنی آماده کړی دی.

بل تریخ حقیقت د کارپوهانو په باور، په افغانستان کی جاری وضعیت او جنګ، دقیقآ همغه څه دی چی غربی استعماری هیوادونه او په راس کی امریکا غواړی او د هغه لپاره یی اوږد مهاله پلانونه جوړ کړی دی.

پوهان په دی باور دی چی په افغانستان کی د جنګ او بحران ساتنه په همغه ډول سره چی جریان لری؛ یعنی د ښارونو لاس په لاس کیدنه چی کوم بریالی برخه هم نه لری، د خارجی قدرتونو اساسی غوښتنو څخه په افغانستان کی دی؛ ترڅو بحران همداسی ادامه ولری او هغوی په دی توګه خپل اوږد مهاله استعماری ګټو ته ورسیږی.

خو په دی منځ کی هغه څه چی ترهرڅه د تاسف ځای دی، په افغانستان کی د غربیانو مخرب سیاست په وړاندی او په هیواد کی د جاری وضعیت په وړاندی د دولتمردانو سل په سله انفعالی موضع نیونه ده.

خو په جبهاتو کی د جاری وضعیت لپاره، حکومتګران نه یواځی د بحران څخه د وتلو لپاره کوم پلان نه لری، بلکه داسی عمل او چلند کوی چی داسی ویل کیږی چی د ډیرو ناهنجاریو او کاستیو سره په جنګ وهلی سیمو کی موافق هم دی چی هغه نمونه کولای سو نسل وژنه او د طالبانو او داعش عام قتل په میرزاولنګ کی وی او د هغه په وړاندی د دولت او غربی بشرحقوق اصطلاع سازمانونو چوپتیا دی.

پوهان په دی باور دی چی په افغانستان کی اکثره رامنځته کیدونکی پیښی، جنګی جنایتونه دی؛ بالخصوص د بیګناه خګلو په وړاندی بریدونه چی دفاعی امکانات نه لری، د بشرحقوقو نقض او جنګی جنایت بلل کیږی، خو هغه ته رسیدګی نه کیږی.

ددی پوهانو په باور، ترسره سوی جنایت په میرزاولنګ کی، د جنګی جنایت څخه لوړ ابعادو، ډیر جنوسایت یا نسل وژنی ته ورته دی. دا نیوکه شتون لری چی د افغانستان حکومت او بشر حقوق مدافع او سازمان ملل دا ډول جنایتونه نه دی څیړلی.

یو افغان حقوق پوه په دی باور دی: چی هغه ټوله چی پیښی چی تراوسه رامنځته سوی دی، په میرزاولنګ کی، د یو خاص قبیلی یا قوم په وړاندی د خاص جریان له لوری صورت نیولی دی؛ دا یو نسل وژنه ده چی باید د سازمان ملل متحد له لوری په جدی توګه وڅیړل سی.

هر وخت چی د میرزاولنګ په شان پیښی رامنځته کیږی، د افغانستان دولت باید سازمان ملل او بین المللی محکمو ته مراجعه وکړی ترڅو موضوع د بین امللی جزایی محکمی او بشردوستانه قوانینو په اساس تر څیړنی لاندی ونیول سی.

د اخبار په اساس چی د میرزاولنګ فاجعه وروسته، دا چی دولت تصمیم نیولی چی د عملیات په واسطه سیمه بیرته ونیسی؛ هغه موضوع دی چی حداقل دوه لسیزه دی چی په دی هیواد کی یو د بل وروسته ترسره کیږی او انسان د کوچنیانو لوبی ته چی (پټانک) یا (چشم پټانک) نومیږی، یادوی چی که په ظاهر کی جنګ دی او یو بل وژنی؛ خو نتیجه یی بیله همغه کوچنیانو لوبی څخه بل څه نه دی؛ ځکه چی د جنګ او وژنی څخه وروسته بل کوم خاص کار نه ترسره کیږی، خو سیمی بیاهم لاس په لاس کیږی او زیان لیدونکی یی هم بیا همغه د سیمی اوسیدونکی دی.

https://avapress.net/vdcgx79q3ak9tz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته