په کندز ولایت کې د شیرخان بندر د ګمرک چارواکي وايي؛ چې د دوی کلني عواید ډېر شوي دي.
د دغه ګمرک مشر شهاب الدین باور وایي؛ په روان کال کې له دغه ګمرک څخه اوه سوه او څلور دېرش میلیونه افغانۍ لاسته راغلي دي؛ چې دغه شمېره د ده په وینا تیر کال شپږ شوه میلیونه افغانۍ وې.
ښاغلی باور وایي، د دې ډیروالي یوازینی دلیل په دغه ګمرک کې د اصلاحاتو راوړل او د فساد مخنیوی دی.