په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د هغو سلګونو موټرو اسناد مالیې وزارت ته وسپارل چې؛ د نشه يي موادو د قاچاق په وخت کې نیول شوي دي.
د دې مرکز مشر یار محمد حسین خیل نن خبریالانو ته وویل چې؛ دا ۵۰۷ موټرونه د ۱۳۸۴ کاله تر ۱۳۹۲ نیمايي پورې نیول شوي دي.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي؛ چې په دې وخت کې شا اوخوا ۳۰۰۰ قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت د دغو موټرو اسناد اخیستي او تمه ده، چې لیلام به یې کړي.