د زابل ولايت په کلات ښار کې څو شېبې مخکې ځانمرګى بريد شوى.
د زابل مرستیال والي محمد جان رسوالیار ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ د ځانمګرې برید هدف د دې ولایت والي و؛ چې هغه ته زیان نه دی رسیدلی خو دوه ساتونکي يې ټپیان دي.
دا بريد نن په شاوخوا ١١ بجو او ١٥ دقيقو د کلات ښار په مينځ کې "پي. ار. ټي"، مرکزي روغتون او شيخ متي لېسې ته څېرمه شوى دى.