د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن مازیګر د هغه ۹ کلن هلک له پلار سره ټلیفوني خبرې وکړې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې زوی د هرات په ښار کې د تښتوونکو لخوا وتښتول شو او بیا په بې رحمانه توګه ووژل شو.
حامد کرزي د وژل شوي هلک پلار نوروزی ته په یوه ټلیفوني تما کې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل، وې ویل چې د ده د زوی پر قاتلینو به قانون تطبیق او په دې باب به په بشپړه توګه عدالت تامین شي.
حامدکرزي د هرات له والی سره له خبرو وروسته قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي ته لارښوونه وکړه چې د دغې پیښې مجرمین دې د
افغانستان د نافذه قوانینو له احکامو سره سم په اشد مجازات محکوم کړي.
د یادولو وړ ده چې مجرمین د هرات ولایت د پولیسو لخوا نیول شوي او په خپل جرم
یې اعتراف کړی دي.