د کاپیسا ولایت چارواکي وایي، چې د کوهستان د دویمې حصې ولسوال په یوې وسله والې حملې کې ووژل شو.
د کاپیسا والي محراب الدین صافي ازدي راډيو ته وویل؛ چي محمد مشتاق سادات د کوهستان د دویمې حصې ولسوال تیره شپه په خپل کور کې د وسوالو له خوا وژل شوی.
نوموړي وویل، د قتل د انګیزې په اړه تحقیقات پیل شوې دي؛ خو کیدای شي، د دې وژنې لامل شخصي دښمني وي.