ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزی به په همدې اونۍ کې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان یا (OIC) په غونډه کې ګډون وکړي.
د اسلامي هیوادونو د مشرانو دا غونډه د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز په بلنه د روژې د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه جوړیږي او ټاکل شوې چې په کې به په اسلامي نړۍ کې په شتو ستونزو خبرې وشي.
د ولسمشر کرزي د ویندوی د مرستیال سیامک هیروي په وینا؛ ښاغلی کرزی دې غونډې ته د ځانګړو وړاندیزونو سره ځي او نوموړی به په دې غونډه کې یو ځل بیا د اسلامي هیوادونو؛ په ځانګړې توګه، د افغانستان د ستونزو په هواري کې د سعودي عربستان او د دې هیواد د پاچا د رول په اهمیت ټینګار وکړي.