پاکستاني رسنیو نن دوشنبې خبر ورکړ، چې دا ډول درې اړخیزو غونډو څخه لومړنۍ یې ده او په راتلونکي کې د دا ډول دوو نورو غونډو پلان هم لري.
د اسیا په چارو کې د چین د بهرنیو چارو زارت رییس د دې درې ورځنۍ غونډي مشري کوي.
دغه راز د دې غونډي د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ډيپارټمنټ څخه امان الله جیحون او د پاکستاني لوري مشري د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مسوول عالمګیر بابر کوي.
د غونډې درو خواوو د اسیا په جنوب کې د همکاري د هڅو په ملاتړ د ملګرو ملتونو پر رول تاکید و کړ، خو چین غواړي، چې د شانګهایي د همکاری سازمان هم په دې هڅو کې دخیل واوسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)