کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت:

له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق شوې وسلې د اسلامي امارت پورې اړه نه لري

25 میزان 1403 ساعت 14:28

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دغه وسلې د اسلامي امارت پورې اړه نه لري او دا د امنیتي ادارو وسلې په ډیپوګانو کې ساتل کیږي.


آوا - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د وسلو قاچاق یوازې په افغانستان کې نه دی، بلکې په ټولو هېوادونو کې شته او له یوه هېواده بل هېواد ته قاچاق کېږي.

قانع ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارو ته شته وسلې او مهمات په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.
 
هغه وويل، چې د کورنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د وسلو د پېر، پلور او قاچاق مخه نيولې او کشفي ځواکونه مکلف دي، چې داسې کسان وپېژني او ونيسي.
 
پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د پاکستان استخباراتي ادارو په یوه موټر کې د امریکايي وسلو یوه بار وړونکې کښتۍ نیولې چې ګمان کېده د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق کېدل.


د مطلب کود: 298709

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298709/له-افغانستان-څخه-پاکستان-ته-قاچاق-شوې-وسلې-د-اسلامي-امارت-پورې-اړه-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.net