کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب الله د صفد په ښار توغندیز برید وکړ

25 میزان 1403 ساعت 14:08

د لبنان حزب الله نن سهار (چهارشنبه د میزان ۲۵ مه) د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د صفد ښار په لسګونو توغندي وویشتل.


آوا: اسرائیلي رسنیو نن سهار له لبنان څخه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د یوه نوي توغندي د برید خبر ورکړی دی.
 
له دې حملې وروسته په سفد ښار او دهغه په ​​شاوخوا سیمو کښې د خبرداري سایرن وغږول شول او په نیمه شپه کښې په لسګونو زره صهیونیسټان پناه ځایونو ته وتښتیدل .
 
د اسرائيلو د غاصب رژيم پوځ هم په يوه اعلاميه کې ادعا کړې ده چې له لبنان څخه د «اپر ګيللي» سيمې په لور ۵۰ توغندي توغول شوي دي. اسرائیلي پوځ دا هم ویلي چې دوی یو شمېر راکټونه ویجاړ کړي او یو شمېر یې په نښه کړي دي.
 
د لبنان حزب الله هم په یوه بیان کې ویلي، چې په صفد ښار یې د توغندیو برید کړی دی.
 
په عين حال کې د فلسطين د شمال د صفد ښار د اوسېدونکو له خوا د ثبت شوې ويډيو له مخې، د حزب الله څو توغندي د دغه ښار د اوسپنې په ډنډ باندې لګېدلي دي.
 
یو ساعت مخکې د لبنان حزب الله یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې حیفا به د کریت شمونا او ماتلا (دوه ښارګوټي چې د حزب الله له بریدونو وروسته تخریب شوي وو) ته ورته کړي.
 
د اشغال شوي فلسطین په شمالي میشت ځایونو کې د ویره سایرونه
دصهیونیسټ رژیم دپوځونو په وړاندې د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ دعملیاتو له دوام سره هم مهاله په نیواکګرو میشت ځایونو کښې دخطر زنګونه غږول کیږی .
 
د چهار شنبې په سهار سیمه ایزو سرچینو د نیواک شوي ګیللي په صهیونیسټ میشتو سیمو کې د هوايي بریدونو د سایرنونو د پرله پسې فعالیت اعلان وکړ.
 
ويل کيږي چې دغه ميشت ځايونه د مقاومت د ډلو له خوا د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو په واسطه په نښه شوي دي.


د مطلب کود: 298707

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298707/حزب-الله-د-صفد-په-ښار-توغندیز-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net