کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکي، یمني او اندونیزیايي پانګوال غواړي د هېواد د زمردو په کانونو کې پانګونه وکړي

25 میزان 1403 ساعت 12:17

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې ترکي، یمني او اندونیزیايي پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په افغانستان کې د مرمرو او زمرد په کانونو کې د پانګونې په موخه وکتل.


آوا: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري د ترکیې له علماوو او یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دیني عالمانو د افغانستان لاسته راوړنې وستایلې او د دغو هېوادونو له پانګوالو یې وغوښتل، چې د افغانستان د مرمرو او زمرد په کانونو کې پانګونه وکړي.
 
د کانونو وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره له پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.


د مطلب کود: 298692

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298692/ترکي-یمني-او-اندونیزیايي-پانګوال-غواړي-د-هېواد-زمردو-په-کانونو-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net