کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د انرژۍ په تولید کې د پانګونې لپاره د څو هېوادونو د پانګوالو لېوالتیا

25 میزان 1403 ساعت 9:37

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د یمن، ترکیې او اندونیزیا پانګوالو له بېلابېلو منابعو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو او په افغانستان کې د اوبو رسولو د پروژو په تطبیق کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د عوف بهرام شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د یمن، ترکیې او اندونیزیا له بهرنیو شریکانو سره یې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
 
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو هېوادونو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم ظرفیتونه موجود دي.
 
د يادو شويو شرکتونو مسوولينو له بېلابېلو سرچينو څخه د انرژۍ د توليد په پروژو کې د پانګونې او په افغانستان کې د اوبو رسولو د پروژو په پلي کولو کې د لېوالتيا په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د افغان انجنيرانو د تخنيکي روزنې په برخه کې به له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
 
تر دې مخکې د بېلابېلو هېوادونو پانګوالو په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.


د مطلب کود: 298680

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298680/په-افغانستان-کې-د-انرژۍ-تولید-پانګونې-لپاره-څو-هېوادونو-پانګوالو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.net