کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د لومړي ځل لپاره د استانبول په سوداګریز نندارتون کې ګډون کوي

24 میزان 1403 ساعت 20:05

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي ځل لپاره د استانبول په سوداګریز او اقتصادي نندارتون کې د ګډون لپاره د افغانستان بلنه اعلان کړه.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د میزان ۲۴ مه) د دغه وزارت په ویب پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سوداګرۍ خونې له استازو سره د یوې غونډې د ترسره کولو خبر ورکړی دی. 
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه غونډه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د خصوصي خونو او غالۍ اوبدونکو او صادرونکو اتحادیې د استازو په حضور کې جوړه شوه.
دغه وزارت وايي، په دې غونډه کې د ۲۰۲۴ کال د استانبول په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د ګډون او ګډونوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې ټاکل شوې ده دغه نندارتون د ۲۰۲۴ کال د نوامبر د میاشتې له ۲۷ څخه تر ۳۰ مې نیټې پورې د ۱۴۰۳ کال د سنبلې د میاشتې له ۶ تر ۹ نیټې پورې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي.
د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د هیواد د خصوصي سکتور غړي په رسمي ډول د خپلو تولیداتو د شریکولو او نندارې ته رابلل شوي دي.
همدارنګه د افغانستان د صنایعو وزارت وايي، چې د استانبول نندارتون په اسلامي نړۍ کې یو له سترو نندارتونونو څخه دی او په نړۍ کې درېیم لوی نندارتون دی. تېر کال په دغه نندارتون کې د ۶۰ هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو په ګډون ۱۲۵ هېوادونو ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده، چې د دغه نندارتون په څنډه کې سوداګريز کنفرانسونه، د سوداګريزو اړيکو غونډې او نور اقتصادي پروګرامونه هم ترسره کېږي.


د مطلب کود: 298672

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298672/افغانستان-د-لومړي-ځل-لپاره-استانبول-په-سوداګریز-نندارتون-کې-ګډون-کوي

آوا
  https://www.avapress.net