کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د څه باندې ۱۵۰ تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

24 میزان 1403 ساعت 15:36

د کندهار سیمه ییز چارواکي د سپین بولدک د کمېشنرۍ له خوا پاکستان ته د ۱۶۹ تاریخي او لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي.


آوا - کابل: د کندهار ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د سپین بولدک امنیه قوماندانۍ چارواکو بهر ته د ۱۶۹ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو اثارو کې ۱۵۶ تاریخي اثار او ۱۳ فلزي اثار شامل دي، چې له ثبت او بیارغاونې وروسته به په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
چارواکو همداراز ټینګار کړی چې قاچاق وړونکو غوښتل چې د فلزاتو ۱۳ توکي پاکستان ته انتقال کړي.
دوی وويل، چې دغه اثار به تر ازموينې وروسته د کندهار ولايت موزيم ته ولېږدول شي.
تر دې مخکې هم د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د سلګونو لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې وه.


د مطلب کود: 298642

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298642/پاکستان-ته-د-څه-باندې-۱۵۰-تاریخي-اثارو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.net