کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لبنان په شمالي ښارګوټي باندې د اسرائيلي رژيم په نوي بريد کې ۲۲ تنو ته مرگ ژوبله واوښته

24 میزان 1403 ساعت 8:31

د رسنیو د راپورونو له مخې، اسرائیلي پوځیانو په خپل وروستي جرم کې د لبنان په شمال کې پر یوه کور د هوايي برید په ترڅ کې ۲۲ تنه شهیدان او ټپیان کړي دي.


آوا: د لبنان سره صلیب نن دوشنبه اعلان وکړ، چې د لبنان په شمال کې د «آتو» په ښارګوټی باندی د اسرائیلی رژیم د هوایی برید په پایله کې ۱۸ تنه شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی. 
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د اسرائیلي رژیم له لوري دغه سیمه په نښه کېږي او په پایله کې یې د کډوالو یوه ودانۍ په نښه شوې ده.
ياده شوې هستوګنه د زغرتا په ښار کې موقعيت لري او عيسوي سيمه ده. يو شمېر ټپيان او شهيدان لا هم تر خاورو لاندې پراته دي او د خاورو را ايستلو ته اړتيا ده.
دغه راز د الجزیرې خبریال د لبنان په جنوب کښې د طیر ښار په «زبقین» ښارګوټي او د لبنان په جنوب کښې د «ایتا الشعب» په ښارګوټي باندې د صهیونیسټي پوځیانو د هوايي حملې خبر ورکړ.
د المیادین خبریال هم راپور ورکړی چې صهیونیسټی رژیم په النبطیه ښار کښې د «یحمر الشقیف»، «رب طالسین»، «الادیسه» او «الطیبه» ښارونه په نښه کړل.
همداشان د صهیونیسټ رژیم توپخانې د «الطیبه»، «الادیسه»، «کفر شعبه» او «شبع» په ښارونو باندې بمبارۍ وکړې.
بلخوا د لبنان په جنوب کښې د المیادین خبریال خبر ورکړ چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د لبنان په جنوب کښې د «ایتا الشعب» او «کفر شعبه» ښارونه په ممنوعه فاسفورس بمونو سره په نښه کړل.
د لبنان د روغتیا وزارت تیره شپه د صهیونیسټی رژیم د حملو د شهیدانو نوی احصائیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د جنګ له پیله تراوسه د لبنان د شهیدانو شمیر ۲۳۰۶ او د زخمیانو شمیر ۱۰۶۹۸ تنو ته رسیدلی دی.


د مطلب کود: 298593

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298593/د-لبنان-په-شمالي-ښارګوټي-باندې-اسرائيلي-رژيم-نوي-بريد-کې-۲۲-تنو-ته-مرگ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.net