کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په درېيو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله تر ٢٠ زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي

17 میزان 1403 ساعت 15:58

د میدان وردګو، لوګر او ننګرهار ولایتونو چارواکو او سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې په دې ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان دي.


آوا - کابل: د لوګر ولایت د موقت حکومت د ترافیکو مدیریت مشر ګل محمد همت د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې لومړۍ پیښه د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې او دوهمه د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده. 
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د حکومت سرپرست هم وايي، چې د کرولا موټر د چلوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.
د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په دشت ټاپ سيمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل – کندهار پر لویه لاره رامنځ ته شوې، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو ځايي سرچينې وايي، د کابل-ننګرهار پر لويه لاره د دوو تېز سرعت موټرو د ټکر له امله د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سروبي ولسوالۍ په تنګي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
په وروستیو اوونیو کې په ترافیکي پېښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ګړندیتوب، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 298232

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298232/په-درېيو-ولايتونو-کې-د-ترافيکي-پېښو-له-امله-تر-٢٠-زيات-کسان-مړه-او-ټپيان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net